بلخ کې د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د وسلو اومهماتو یوه ډيپوه نیولې

comments 0

دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دبلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ په غندل خورد،غندل کلان،خواجه غولک او ګڼ شمیر نورو کلیو کې تصفيوي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې دطالبانو دوسلو اومهاتو ډیپوه ترلاسه کړې ده.
چارواکي وايي،چې له یادې ډیپوه څخه ډول،ډول سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوي زیاتوي،چې په یادو تصفیوي عملیاتو کې یو عراده موټر سایکل، نشه یي او چاودیدونکي توکي هم دملي امنیت ځواکونو ترلاسه کړي دي.
عاطفه مصمم

Comments