بلخ کې د المان پوځي مرکز پرضد اعتراض

comments 0

هندوکش – بلخ: په بلخ کې اعتراض کوونکو د جرمني هېواد پوځي مرکز دراوزه تړلې ده .
دغو کسانو چې شمېر یي شاوخوا سل کسانو ته رسېږي له تېرو څو ورځو راهیسې يي دغه اعتراض پیل کړی دی.
دوی هغه کسان دي چې له جرمني ځواکونو سره یي په افغانستان کې د ژباړونکي او یا هم نورو برخو کې کار کړی او اوس جرمني دولت ورته ویزې نه ورکوي.
دوی وایي، جرمني ورسره ژمنه کړې وه چې دوی ته به ویزې ورکوي.
په بلخ کې د مارمل پوځي اډې مسوولینو او یا هم د جرمني هېواد د دوی په تړاو څه نه دي ویلي .
تراوسه جرمني ځینې افغان ژباړونکو ته ویزې ورکړي او له کورنیو سره یې جرمني ته وړي، خو لا هم ځینې افغانان پاتې دي چې ویزې یې نه دي ترلاسه کړي.
عاطفه مصمم

Comments