بلخ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په اکمالاتي کاروان بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شوي او په پایله کې برید له ماتې سره مخ شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زیرمه هم له منځه تللې ده.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments