بلخ کې دیني عالمانو له اوربند ملاتړ کړی

comments 0

هندوکش – بلخ: بلخ کې يو شمېر دیني عالمانو د حکومت او طالبانو تر منځ له رامنځته شوي اوربند ملاتړ وکړ.
ديني عالمان وايي، اوسنۍ جګړه د دين او هيواد په خير نه ده او ښکېل لوري دې د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي.
د بلخ ديني عالمان همدا راز د ياد اوربند د غځېدواو سولې مذاکراتو د پيل کېدو غوښتنه کوي.
دیني عالمانو د افغان حکومت پرضد جګړه ناروا یاده کړې او ټینګار یې کړی چې باید وسله والې ډلې خپل مشکل د خبرو له لارې حل کړي.
دیني عالمانو وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې ویلي چې دا د انسانیت خلاف عمل دی او باید نور د اسلام تر نامه لاندې عام خلک و نه وژل شي.
عاطفه مصمم

Comments