بلخ کې دیني عالمانو د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – بلخ: مزار شريف ښار کې د شمال زون لسګونه ديني علماوو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د روژې مياشتې ته د احترام په خاطر دې اوربند اعلان کړي.
دوی روانه جګړه پردۍ وبلله چې ګټې یې بهرنیان وړي او قرباني یې افغانان دي.
دوي چې په يو‎ې غونډه کې سره راټول شوي وو د سولې له روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ يې پر طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني خبرو ته کېني .
دیني عالمانو د جګړې د پای لپاره په اوربند ټینګار کړی چې کولی شي د سولې پروسه بریالۍ کړي.
ديني عالمانو همدا راز غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرو مخ ته وړلو لپاره دې وړ کسان وټاکل شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments