بلخ کې دوه وسله وال غله له پولیسو سره تر نښتې وروسته ونیول شول

comments 0

هندوکش ¬¬ــ بلخ: پولیسو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه وسله وال غله چې په بېلابېلو جنايي قضیو په ځانګړې توګه وسله والو غلاوو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
یادو غلو د تفنګچې په وسیله د یوه ټکسي موټر پر چلوونکي ډزې وکړې او غوښتل یې موټر یې وتښتوي، چې پولیس پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او غله له پولیسو سره نښتي چې په پایله کې یې یو ژوبل او بل یې روغ نیول شوی دی.
له وسله والو غلو څخه یو قبضه تفنګچه او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
عاطفه مصمم

Comments