بلخ کې دولتي ځمکو ته جعلي قبالې جوړې شوي

comments 0

هندوکش – بلخ: د بلخ د اراضۍ ریاست وايي، د غصب شویو ځمکو د جعلي اسنادو او قوالو د مخنيو لپاره یې هڅې پيل کړي دي؛ خو د بلخ ولایتي شورا بیا دا کار د دغې ادارې له وسې پورته ګڼي.
ولایتي شورا وايي ، مزار شریف کې د غصب شویو ځمکو لپاره داسې اسناد جوړ کړي چې له یو قاطع حکومت پرته یې بل څوک نه شي راګرځولی.
له دې سره دبلخ د اراضۍ ریاست چارواکي له غاصبینو سره مقابله اسانه نه بولي؛ خو ژمنه کوي چې ډېر ژر به د مزار شریف د غاصبینو نوملړ رسنیز کړي.
هلته زورواکو زیاتې دولتي ځمکې غصب کړي او بیا یې ورته داسې قبالې جوړې کړي چې ملکیت یې په ډاګه کړي چې ګنې شخصي دي.
عاطفه مصمم

Comments