بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ وسلوال طالبان د خپل ماین چادونه کې وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د بلخ د چهاربولک امنیتي امنیتي چارواکي وایي،چې تېره شپه ۸ وسلوال طالبان د ماین جوړولو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او ۴ تنه یې سخت ټپیان شوي دي.
سرچېنې په وینا، چې د طالبانو دغه ۸ نفري ډله چې د یادې ولسوالۍ د سکندرخېلو خان اباد سیمه کې په یو جومات کې راټول شوي وو،چې چاودېدونکو توکو یې پرې چاودنه کړې ده.
سیمه ییزو امنیتي سرچینو معلومات له مخې چې په همدې پېښه کې څلور ټپیان نیول شوي،چې د دغو ټپیانو نومونه ظریف الله ولد مجم الدین، عبدالبصیر ولید عبدالبشیر، ابوبکو ولد طالب او یو بل تن ښودل شوي دي.
ټپیانو پخپل اقرار کې ویلي دي چې دوی غوښتل ماینونه جوړ کړي او بیا یې په لویو لارو کې ځای پر ځای کړي، خو ملګري یې په کې ووژل شول.
عاطفه مصمم

Comments