بلخ ولایت کې ۲تنه وسلوال طالبان نیول شويدي

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۲تنه طالب جنګیالي نیولي دي.
د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۲تنو طالبانو په نیول کیدو سربیره د طالب وسلوالو د وسلو اومهماتو یوه ډیپوه چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې موجودې وې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
عاطفه مصمم

Comments