بلخ ولایت کې میرمنو دسولې له تړون څځه هرکلي کړی دی

comments 0

هندوکش ــ بلخ: په بلخ ولایت کې ګڼ شمیر میرمنو د وسلوالو طالبانو او مریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون څخه هرکلي کړي دي او ویلي یې دي، چې طالبان دې له دې اقدام وروسته افغان حکومت سره د خبرو میز ته چمتوالی ونیسي.
یادو میرمنو د جګړې په ښکیلو غاړه په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې په هېواد کې دې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.
دوی دسولې د تړون او تاوتریخوالي د کموالي په خوښۍ کې نیالګي کينول او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې دهېواد د ابادۍ اوسمسورتیا لپاره یو، یو نیالکي کېنوي.
عاطفه مصمم

Comments