بلخ: مولوی محمد عارف وزین د بدچلند او تاوتریخوالي له امله ګوښه کړل شو

comments 0

هندوکش : بلخ: د بلخ د مسجدونو ارشاد او اوقاف مدیر مولوی محمد عارف وزین ځوانانو سره بد چلند او تاوتریخوالي له امله له ډندې کوښه شو.
ویل کیږي چې د نوموړي تصویر پر ټولنیزو شبکو هغه مهال خپور شوې وه چې وزین غوښتل د یو ځوان ویښته د روژې خوړلو په تور قیچي کړي چې د نوموړي دا عمل طالبانو ورته عمل بلل کیږي.
د حج او اوقافو ریس محمد حقجو د مولوی وزین دغه کار ددین خلاف بللې خو بلخوا بیا مولوی وزین وایې ما هغه خلکو ته جزا ورکړې چې عامه ځایونو کې روژې خوړلې.
نوموړې داسی هم وایي چې ځوانان هرډوله ویښتان لړي ځیني د چرګ تاج غوندې خو مونږ د هر هغه وګړي پر وړاندې مبارزه کوو چې اسلام خلاف کارونه کوي او عامه ځیونو کې روژي خوړي.
د بلخ ولایت ویانډ بیا د نوموړي ګوښه کیدو خبر تایید کړې دې.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply