بلال صدیقي: د تخار د وروستي صحرایي محکمي عاملین دې باید ونیول شي

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د بشري حقوقو د څار کمیسیون ویانډ وایي چې حکومت باید هغه کسان ونیسي چې په تخار کې یې یوه ځوانه نجلۍ، په عام محضر کې وهلې ده.
د بشري حقوق دغه ویاند له هغه وروسته دغه څرګندونې ترسره کوي چې تیره ورځ د “چاه اب” ولسوالۍپه”رباطِ حمیدالدین” کلي کې د یوې کورنۍ غړیو چې یو سیمه ییز قومدان هم په کې وو، یوه ۲۲ کلنه ښځه له یوه نامحرم سړي سره د ارتباط درلودلو په تور وهلې او ټکولې ده.
د پېښې ويډیو چې پر انټرنټي سایټونو خوړا ډیرخپره شوې ده د ملي او نړیوال بنسټونو غبرګون یې پاړولې دې.
بلال صدیقي د بشري حقونو د خپلواک د کمېسیون ویاند رسنیو سره په مرکه کې وویل “موږ اندېښمن یو او هیله لرو چې د افغانستان دولت به د قانون د حاکمولو لپاره هڅې زیاتې کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې صحرايي محاکمې جوړې کړي.”
د تخار د والي ویاند سنت الله تېموري پیښه تاییدوي او وایي جې، د چاه اب ولسوال ته دنده سپارل شوې چې د څېړنۍ لپاره یو پلاوی سیمې ته واستوي او د پېښې عاملان ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې ورته پیښې رامنځته شوي چې له امله یې ملي او نړیوالو بنسټونو پراغ غبرګونو ښودلې دي.
سپوږمې پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply