بغلان کې یو طالب خپل ماین وهلی

comments 0

هندوکش – بغلان: کورنیو چارو وزارت وایي، بغلان کې یو ترهګر د ماین چاودنې له امله ووژل شو.
کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، یوه ترهګر چې غوښتل یې یو کړۍ نښلېدونکی ماین پر یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي؛ د خپل لاس جوړ شوي ماین موخه وګرځېده.
دا پېښه تېره شپه د بغلان ولایت د پلخمري ښار د د دویم بند په ښارګوټي کې رامنځته شوې.
د دې پېښې په ترڅ کې یواځې ماین ایښودونکی وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی رسېدلی.
نجیبه سروري

Comments