بغلان کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان پلخمري ښار اړوند خواجه الوان دښته کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي، وژل شویو کې درې ښځې دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
خواجه الوان د پلخمري ښار ناامنه سیمه ده چې کله کله په کې وسله وال طالبان پر امنیتي پوستو او پر لار تیریدونکیو د تیلو پر ټانکرو بریدونه کوي.
ځايي خلک دا ماین د طالبانو یادوي چې د افغان ځواکونو لپاره یې ځای په ځای کړی و.
نجیبه سروري

Comments