بغلان کې مرګوني ټرافیکې پېښه شوې

comments 0

هندوکش – بغلان:بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، تیره ورځ ناوخته د دوشي پلخمري پر لویه لار د کرولا او فلانکوچ موټرو ټکر کړی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د مالوماتو له مخې د ټپیانو په ډله کې لس یې انجونې دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک خرابوالی ښودل شوې ده.
نجیبه سروري

Comments