بغلان کې طالب وسله وال له ښوونځیو سنګر په توګه کار اخلي

comments 0

هندوکش – بغلان: په بغلان کې سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې طالب وسله وال حکومت پر وړاندې جګړې لپاره له سیمه ییزو ښوونځیونو ګټه پورته کوي.

د اوسیدونکو په وینا، طالبان د دې ولایت له ښونځيو څخه خپل مرکزونه جوړ کړي او له حکومت پلوي پوځیانو سره د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي دي.

ځایي خلک وایي، له همدې امله په دې ولایت کې لسګونه ښونځي تړل شوي او زده کونکي د جګړې له وېرې ښونځيو ته نشي تلای. د بغلان اوسېدونکي وایي، د ډنډ غوري، مرکزي بغلان او بورکې ولسوالۍ ګڼ شمېر ښونځي اوس مهال تړل شوي او لوی شمېر زده کونکي له زده کړو پاتې دي.

نجیبه سروري

Comments