بغلان کې طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان امنیه قومنداني وایي، تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي.
د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې ویلي، په دې نښته کې شپږ طالبان له وسلو سره نیول شوي دي.
د نښتې په پایله کې دوه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نښته او ځوابیه برید کې له طالبانو یو توپ هم نیول شوی چې ډير کله به یې د ملکي وګړو کورونه پرې ویشتل.
دا جګړه تیره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ چهارشنبې تېپه سیمه کې شوې ده.
نجیبه سروري

Comments