بغلان کې د وسله والو طالبانو 19 غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ نه په خپره شوي خبر کې راغلي، چې د ګډو امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۱۹ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده
د خبر له مخې، تېره شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د تورموش په اړوند سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو د ګډو امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
خبر زیاتوي، له څو ورځو راپدیخوا وسلوالو مخالفانو په اړوند سیمه کې بشپړ ټینګار کاوه، خو تېره شپه یې مرکزونه بمبارد او له درندو تلفاتو سره مخ شول.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د تاله او برفک ولسوالۍ پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.
نجیبه سروري

Comments