بغلان کې د طالبانو 15 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: له آزادي رادیو څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې،په پلخمري کې تېره شپه د عملياتو له کبله ١٥ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند ډګروال غلام حضرت کريمي ازادي راډيو ته ویلي، دغه عمليات په خلوزايي سيمه کې شوې دي:
“د بغلان په خلوزايي سيمه کې زموږ کومانډو ځواک عمليات کړي، چې په نتيجه کې يې د دښمن ١٥ کسان مړه يا هم ټپيان شوي دي. يوه اندازه وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي.”
ډګروال کريمي زياته کړه، د قاطع ملاتړ ماموريت د دغو عملياتو ملاتړ کاوه.
نجیبه سروري

Comments