بغلان کې د طالبانو ضد عملیات پيل شول

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان پولیس وایي، د شهاب الدین ډنډ، خلازيي او بابه نظر په کلیو کې د مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات پيل شوي او هغه سیمې به د وسله والو له شتون پاکې کړي چې ګواښ جوړوي.
د بغلان د امنیې قوماندان اکرام الدین سریع وايي دغه عملیات چې د البرز۲۲ په نامه نومول شوي دي، په ترڅ کې به یې سیمه له مخالفینو څخه پاکه شي.
د بغلان د ډنډ شهاب الدین په سیمه پيل شویو عملیاتو کې د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري ګډون لري.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي چې که له دغې سیمې طالبان نورو سیمو ته په شا شي دوی به تعقیبي عملیات وکړي چې و یې ځپي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply