بغلان کې د طالبانو خپل‌منځي اختلافونه

comments 0

هندوکش ــ بغلان: د مرکزي بغلان ولسوالي قومي مشران او نظامي قوماندانان وايي، له هغه وروسته چې طالب مشرانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د نظامي عملیاتو د پیل لارښوونه وکړه، په مرکزي بغلان ولسوالی کې د دې ډلې په منځ کې اختلافونه پیدا شوي دي.
په بغلان کې ځینې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې د طالب ډلې مشرانو په دغه ولایت کې د دوی ترمنځ د اختلافونو پیدا کېدو له کبله یوشمېر محلي مسوولان لرې کړې هم دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو هغه کسان په بغلان کې د محلي مسوولانو په توګه ټاکلي چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه مدیریت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اورکم له پای ته رسېدو سره سم د افغان ځواکونو پر وړاندې د خپلو بریدونو بیا پیلولو خبر ورکړ.
د دې ډلې په لارښوونه کې راغلي وو چې طالب وسله‌وال به د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي، خو له افغان ځواکونو سره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
نجیبه سروري

Comments