بغلان کې د طالبانو جنایت؛ د یوې صحرايي محکمې له لارې یې ښځه وژلې ده

comments 0

هندوکش ــ بغلان: ناپېژنده وسله‌والو په بغلان کې د یوې صحرايي محکمې له لارې یوه ښځه وژلې ده. دا پېښه پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت په تاله‌وبرفک ولسوالي کې شوې ده.
د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحد برفکي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، طالب وسله‌والو د دې ولسوالي په دره‌ اشرف سیمه کې یوه ښځه له یوه نارینه سره د جنسي اړیکې په تور د خلکو په مخ کې وژلې ده.
د تاله‌وبرفک ولسوال وايي، په کومه سیمه کې چې دا ښځه وژل شوې، د طالبانو په واک کې ده.
د بغلان ولایت امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې ښځې څلور ماشومان پاتې شوې دي.
نجیبه سروري

Comments