بغلان کې د دولت ضد مخالفې ډلې پنځه ویشتو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – بغلان: په بغلان کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو پا چاڼیزو او غبرګه عملیاتو کې د دولت ضد وسله والې ډلې 25 کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
رسنیو سره په خبرو کې د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وايي، په کېله ګي سیمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان مړه او ۹ نور ټپیان شوي، په برکې ولسوالۍ کې ۵ وسله وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې او په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۵ نور وسله وال طالبان د خپل ماین د چاودنې په پېښه کې وژل شوي دي.
ښاغلي سریع زیاته کړه چې په دې نښتو کې ۷ دولتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Comments