بغلان کې دیني عالمانو د ملي یووالي غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ بغلان: په بغلان ولایت کې ګڼ شمیر دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوه جوړه شوې غونډه کې د ملي یووالي غوښتنه کړې او په خلکو یې غږ کړی دی، چې د سولې په ملي پروسه کې مرسته وکړي.
دوی وايي، د افغانانو ترمنځ ملي یووالی او محتدتوب ددې لامل کیږي، چې په هېواد کې یوه تل پاتې او دایمي سوله قایمه شي.
یادو دیني عالمانو د جګړې په ښکېلو لوریو په ځانګړي ډول په طالبانو غږ وکړ، چې جګړه د حل لار نه ده او باید روانه جګړه پای ومومي او د سولې مخامخ خبرو لپاره ځانونه چمتو کړئ.
نجیبه سروري

Comments