بغلان کې دیني عالمانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده

comments 0

هندوکش ـ بغلان: په بغلان ولایت کې سلګونو دیني عالمانو د یوې جوړې ناستې په ترڅ کې د سولې د ملاتړ سربیره په هېواد کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
یادو دیني عالمانو د جګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي دول له طالب وسلوالو څخه غوښتنه کړې، چې نور په هېواد کې له جګړې او تاوتریخوالي څخه لاس واخلئ او اوربند وکړئ.
دوی وایي، سوله د هر افغان غوښتنه او هیله ده او باید طالب وسلوالو د هر افغان غوښتنې ته لبیک ووايي او جګړه بس کړي.
دغوندې ګډونوال وايي، چې د سولې د راتګ لپاره هیلې زیاتې شوې دي، نوټولو افغانانو ته په کار ده چې د یادې پروسې د ملاتړ او بریالیتوب لپاره هڅې ترسره کړي.
نجیبه سروري

Comments