بغلان کې امنیتي ځواکونو ته د ګلونو ‌‌‌‌‌‌ډالۍ

comments 0

هندوکش-بغلان: مدني ټولنو او د بغلان ځوانانو د امنیتي ځواکونو فعالیتونه د ګلونو په ګې‌‌‌‌‌‌ډیو وستایل!
د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د مدني ټولنو او ځوانانو دغه عمل وستایه او وعده یې ورکړه چي د مخالفینو ټول مرکزونه به د (البرز ۵) عملیاتو په بهیر کې له منځه وړي.
د نوموړي په وینا «دغه عملیات چي دي ځمکې او هوا له لارې مخته وړل کیږي، د حکومت مخالفو ډلو ته درانه تلفات اوښتي دي».
نوموړې وایې چې امنیتې ځواکونه اطمینان درکوي چې ترهګر او ټولې مخالفې ډلې به د بغلان په ګوت ګوت کې له منځه وړي.
دا په داسې حال کی ده چې تر دې مخکې د امنیتې ځواکونو سرښندنې د هیواد په ګوت ګوت کې د مدني ټولنو او ځوانانو لخوا ستایل شوي وې. نجیبه سروری.

Comments

Leave a Reply