بغلان ولایت کې ۱۸تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ــ بغلان: د بغلان ولایت امنیتي چارواکو له هندوکش پرېس سره په خبرو کې ویلي دي، چې وسلوالو طالبانو د بغلان ولایت په چشمه شیر او بورکه ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي وو،چې په پایله کې دافغان ځواکونوله کلک مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.
د یاد ولایت چارواکي وايي، چې دطالبانو او افغان ځواکونو په یاده نښته کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي او ۸تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په یاده نښته کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
نجیبه سروري

Comments