بغلان ولایت کې دافغان ځواکونو دملاتړ په موخه ولسي خلک راټول شويدي

comments 0

هندوکش ــ بغلان: دبغلان ولایت امنیه قوماندان وايي،چې افغان ځواکونو په تیرو څو اونیو کې دبغلان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړل،چې په پایله کې دښمن ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.
نوموړي زیاتوي،دیاد ولایت اوسیدونکو اوقومي مشرانو دافغان ځواکونو له هغو کړنو ستاینه کړې،چې په یادو ولسوالیو کې یې ترسره کړې دي، دوی همداراز له افغان ځوکونو څخه غوښتي دي، چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي ،ترڅو ولسونه دوسلوالو طالبانو له ظلمونو څخه په امن کې پاتې شي.
نجیبه سروري

Comments