بغلان او ننګرهار کې د حکومت په ملاتړ غونډې شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: بغلان او ننګرهار ولایتونو کې په یو وخت د حکومت په ننګه ولسونو راټول شوي و او خبرداری دا و چې د ټولو هغو کسانو پروړاندې به ودریږي چې حکومت ته ګواښ جوړوي.
بغلان کې د حکومت په ملاتړ غونډه کې ځینې کسانو خبرداری ورکړی چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د حکومت تګلارې وننګوي.
په جوړه شوې غونډه کې له ارګ غوښتل شوي چې په ولایتونو کې دې واک جزیرې له منځه یوسي او د زور واکو نامشروع غوښتنې دې نه مني.
په ورته وخت کې د هېواد ختيځ ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ ځایي بیا خلکو له حکومت د ملاتړ ترڅنګ پر حکومت نیوکې کړي ، چې ګنې له دوی سره یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
ننګرهار کې هم ولسونو حکومت ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان یې ترشا ولاړ دي او هیڅ ځواک ته به چانس ور نه کړي چې حکومت وننګوي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply