بغلان او لغمان کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ بغلان: د بغلان او لغمان ولایتونو له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پولیسو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په پل معدن سیمه کې هغه کس نیولی، چې درې تنه یې وژلي او یوه ښځه او دوه ماشومان یې ټپيان کړي دي.
همداراز د لغمان ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې یو کس د یوه صراف د وژنې په تړاو نیولی دی.
له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو عراده کرولا ډوله موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments