بصیر سالنګي: فراه کې د طالبانو 300 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه والي او پخوانې جهادي مشر بصیر سالنګي وایي چې پر فراه ولایت د طالبانو هڅه د خپلو شاوخوا 300 ملګرو د ژوند په بیه تمامه شوه.
بصیر سالنګي رسنیو سره په خبرو کې وویل،پرون لومړی شاوخوا ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو پر فراه ښار برید وکړ، وروسته همدومره نور ورسره یوځای شول.
نوموړي زیاته کړه، په دې حملو کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري،۱۰ پولیس او ۵ ملکیان وژل شوي دي.
افغان چارواکي او د فراه اوسېدونکي وايي چې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې واوښته.
طالبانو برید سره سم د ښار یو شمېردوکانونه او رستورانونه هم ویجاړ شوکړي دي.
د فراه والي پر فراه د طالبانو په حمله کې د ګاونډیو هیوادونو لاس ویني. د ده اشاره ظاهراً ایران ته ده چې په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د اوبو د حق غوښتنه وکړه.
ایران په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو او دغه راز د ټاپي پروژې د اجرا مخالفت کوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فراه په تصفیه کې د افغان امنیتي ځواکونو د اقداماتو ستاینه کړې ده.
امیر حسین سلجوقي

Comments