بشیر احمد تینج: طالبان د افغان ځواکونو په وسلو دولت پر ضد جګړه کوي

comments 0

17 Views

هندوکش – کابل: په ولسي جرګې کې د فاریاب استازې بشیر احمد تینج وایي چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو وسلو نه په ګتې افغان حکومت پر وړاندې جګړه پر مخ بیایي.
د نوموړي په وینا، وسله والو طالبانو ته د افغان ځواکونو یوه زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې په لاس ورغلې او له همدې وسلو او تجهیزاتو په استفادې یې د جګړې ډګر تود ساتلی دی.
نوموړې زیاتوي چې، تازه په فاریاب، جوزجان او یوشمېر نورو شمالي ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته د افغان ځواکونو یوه زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، چې هاموې ټانکونه هم پکې شامل دي، په لاس ورغلي دي.
په ملي شورا کې د فاریاب او کندز ولایتونو استازي بشیراحمد ته ینج او فاطمه عزیز وایي،چې په دغو ولایتونو کې وسله وال طالبان تر امنیتي ځواکونو زیاتې وسلې او تجهیزات لري او د ولسوالیو او امنیتي مراکزو د سقوط یو علت هم د وسله والو لاس ته د سپکو او درنو وسلو ورتلل دي.
تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د جوزجان استازي ستار درزابي هم ویلي وو، چې په فاریاب ولایت کې امنیتي ځواکونو ۷۰ هاموې ټانکونه درلودل، چې له دې جملې څخه ۳۶ یې د وسله والو لاس ته ورغلي او دا یوه ستره فاجعه ده.
د وسله والو لاس ته د افغان ځواکونو وسلو او مهماتو د لوېدو په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې ویل کېږي په هره ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات موجود وي او د وسله والو له لوري د هرې ولسوالۍ په سقوط سره دغه وسلې او تجهیزات د هغوی لاس ته لوېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه افغان امنیتي ځواکونو هم اندیښنې څرګنده کړي او ویلي دي چې د یوې بدیلي حل لارې په لټه کې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments