بشر دوست: په کمپاین بوخت وکیلان دې له حکومتي امتیازاتو محروم شي

comments 0

هندوکش – کابل: په ولسي جرګې کې له کابله د خلکو استازي رمضان بشردوست ویلي چې حکومت دې د هغو وکیلانو امتیازات بند کړي چې په کمپاین بوخت دي.
د نوموړي په وینا،د ولسي جرګې ډېره برخه غړي په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي او خپلو دندو ته نه حاضرېږي.
دده په وینا ددوی معاشونه او نور امتیازات باید د قانون له مخې ترې وګرځول شي او یا دې دندو ته حاضر کړل شي. هغه وویل، چې ډېری وکیلانو له خپل اوسني موقف په استفادې ځان ته کمپاین کوي او په دې کمپاینونو کې حکومتي امکانات کاروي.
نوموړي د ولسي جرګې له اداري هیت وغوښتل چې ددغه ملي خیانت مخه ونیسي او د ولس بیت المال دې په دغه ډول وکیلانو نه لګوي. د ولسي جرګې غړو داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې هره ورځ په یاد مجلس کې د نصاب د نه موجودیت له امله شکایتونه کېږي. ډېری وکیلان په ټاکنیو کمپاینونو بوخت دي خو معاشونه او نور امتیازات یې اجرا کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments