بشري حقونو کمېسیون: کندهار کې پر ۳۴۰ کسانو د هدفي وژنو بریدونه شوي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سږ کال د روژې له میاشتې را په دې خوا په کندهار کې هدفي بریدونه زیات شوي دي.
په دې بریدونو کې چې عموماً له موټرسایکل څخه په کار اخیستو کېږي، قومي مشران، دیني علمان په نښه کېږي.
د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چې امنیتي ځواکونو یو شمېر حمله کوونکي نیولي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments