بشري حقوقوخپلواک کمېسیون: طالبان دې د ړندو ماینونو له کارولو څخه ډډه وکړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پر عامه لارو کې د وسلوالو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماینونو اېښودلو ته اندېښنه لري.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د موږ د معلوماتو دا ښيي چې په تیرو لسو ورځو کې په یاد ولسوالۍ کې د سړک غاړې څلور ماین چاودنې شوي دي.
بشري خقوقو کمېسیون پر خپل ټويټر ویلي،چې په یادو چاودنو کې ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر وسلوالو طالبانو غږ کړئ چې په سیمو کې ماینونو له کارولو څخه ډډه وکړئ چې د ملکي وګړو د استوګنځیو ته نېږدي وي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د نړیوالو بشرپالو حقونو اصول مراعات او د ملکي کسانو ژوند ته د پام وکړي.
د روانې زمري میاشتې پر ۲۰مه د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي هم تایید کړه چې د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري او تاجاو سیمو کې د سړک غاړې ماینونو چاودنو له امله ۱۷ ملکي کسان وژل شوي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې وه او هغه یې غندلي دي.
تیره دوشنبه له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي و: “پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي بریدونه بشري ضد او نه بخښونکی جنایت دی.”
وسلوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments