بشرحقونه: طالبان او داعشیان قصدا ملکي وګړي وژني

comments 0

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي، طالبانو او داعش ډلې ورستیو بریدونو کې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي.
افغانستان کې د بشري حقونو برخې مشرې دانیل بیل ویلي، د دوی موندنې ښيي چې په ورستیو نهه میاشتو کې له اتو زرو زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د دوی اندېښنې زیاتې کړي د ي.
دانیل بیل کابل کې پر کانټینیټال هوټل برید، ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ پر دفتر او د کابل د شنبې ورځې برید وحشي عمل ښودلی او محکمې ته یې د عاملینو د ور کشولو غوښتنه کړې ده.
د کابل وروستي بریدونه نړیوال غبرګونونه له ځان سره لري او طالبان یې یوه ترهګره ډله بللې چې هیڅوک ترې خوندي نه دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply