بسم الله محمدي: د افغان ځواکونو ملاتړ کوونکو ته به هرڅه برابر کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي چې تیره ورځ يې په کار پیل وکړ، له عامو خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او د هغوی ملاتړ وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال فواد امان په خبرو کې وویل بسم الله محمدي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودریږي.
فواد امان د محمدي له خولې ویلي چې دفاع وزارت د هغه خلکو لپاره امکانات او اسانتیاوي برابروي چې د خپلو ځواکونو ملاتړ ته را دانګي.
په پروان تخار او جوزجان ولایتونو کې په دې وروستیو کې ملکي خلکو د طالبانو په وړاندې پاڅوم کړی او د دولت ننګه يې کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments