بری د افغان امنیتي ځواکونو په برخه دی/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د نوی کال په پیلیدو سره د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان، ایران، روسیه او .. هیوادونو څارګرو ډلو یو ځل بیا ناکامې او شرموونکي هڅي پیل کړي، تر څو د خپلو روزل شویو ترهګرو ډلو ( طالب، داعش او ورته نورو) وسلوالو ډلو په وسیله افغانستان کې جګړه پراخه او ځيني ولسوالی او سیمي تر خپل واګ لانډې راولي او هلته خپل ترهګریز مراکز جوړ کړي چې په همدې موخه طالبانو، داعشیانو او نورو ترهګرو ډلو د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه د خندق تر نامه لاندې د عملیاتو په پیلیدو سره د هیواد په ځینو ولایتونو کې پراخي جګړي په لاره واچولي، خو له بده مرغه چې د تل پشان د افغان میړنیو امنيتي ځواکونو لخوا له کلکي او شرمونکي ماتي وروسته تیښتي ته اړ شوي، چې په همدې لړ کې یو ځل بیا تیره شپه ناوخته د خپلو بادارانو په لارښوونه او ملاتړ د فراه ولایت په ښار له څو اړخونو څخه پراخ عملیات تر سره کړل تر څو د فراه ښار ته سقوط ورکړي تر څو د خلکو کورونه او عامه شتمني چور او چپاول کړي ، خو له دې نه بې خبر چې دوي له هغو میړنیو او په خاوره او ولس مینو ځوانان سره مخ دې چې هیڅ کله به هم دوي ته دا مجال ورنکړي چې دافغان دولت او ولس پر وړانډې خپلوناوړو موخو ته ورسیږي او د تیر په شان یې تل له شرموونکی ماتو سره مخ کړی دي.
چې له نیکه مرغه د هیواد میړنیو امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته دا ثابته کړه چې دوي ته به هیڅ کله هم اجازه ورنکړي چې زمونږ د خاورې او ولس پر وړاندې خپل ناوړه اهداف پلي کړي او په ډيره میړانه به د خپلې خاورې له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه ساتنه او دفاع کوي او دښمن به دهیواد په هره برخه کې له ماتي سره مخ کوي څرنګه چې په فراه ولایت کې یې له نه جبران کوونکی ماتي سره مخ کړل چې د بهرنیو په ګډون په سلګونو تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتي او ډیري سیمي د دوي له شتون څخه پاکي شوي دي.
دا د خوښې ځای دی چې اوس مهال زمونږ ولس پوره باور لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ګوزارونو ته د هیواد دښمنان ځان نشي ټینګولی او په هر ځای کې د تیښتي په حال کې دي او د افغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا په کلکه ولاړ دي او دهیواد بې شمیره ځوانان هڅه کوي تر څو د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپل هیواد او ولس د دښمنان پر وړاندې ودریږي او دغه لړۍ په ډیره چټکۍ سره روانه ده او د افغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو په بریالیتوب کې هیڅ شک نه لري، خو له خپلو امنیتي ځواکونو څخه دا تمه لري چې د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال په سیمه کې د ملکي وګړو د مصونیت د خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول هلوځلو او سرښندنې څخه ډډه ونکړي تر څو د دوي سرومال ته کوم زیان و نه رسیږي او د ضرورت په وخت کې هغوي ته پرته له کوم ځند څخه لازمې مرستی او لارښوونی تر سره کړي، چې انشاالله د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو پر وړاندې به بری زمونږ د امنیتي ځواکونو په برخه وي، دا ځکه چې بری تل د حق خوا ته وي او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.
دیو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېله

Share this page to Telegram

Comments