بریتانیا په افغانستان کې وچکالي ځپلو سره مرسته کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د بریتانیا د حکومت په وېب‌پاڼه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو خلکو سره د خوراکي موادو او نورو اړینو وسایلو مرسته کوي.
خبرپاڼه لیکي د بریتانیا د نړیوالو پراختیایي چارو وزیرې پیني مورداونټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بریتانیا له هغو په سلګونو زره افغانانو سره د خوراکي موادو، خېمو او پاکو اوبو د برابرولو لپاره ۲۵ میلیونه پونډه نوې مرسته کوي چې په وروستیو کې په‌دې هېواد کې تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلي دي.
سرچینه لیکي چې د بریتانیا حکومت ویلي، ۳۵ میلیونه پونډه یې سږکال یوازې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله زیانمن شوېو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي چې په‌دې سره به له افغانستان سره سږکال د بریتانیا د مرستو اندازه ۶۷ میلیونه پونډو ته ورسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments