بریتانیا له افغانستان سره د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانيا ځانګړي استازي له افغانستان سره د دې هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوي ، په دغې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه ییزو مسایلو او همداراز د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د نوي ستراتیژۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر غني د حکومت او د افغانستان خلکو په استازیتوب په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د برېتانیا د همکاریو قدرداني وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانيا ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د دې هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply