بریتانیا د همکاریو د دوام ډاډ ښودلی

comments 0

هندوکش – کابل: بریټانیا به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د بریټانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې په مهال ویلي، هېواد به یې د افغانستان سره د یو ستراتیژیک ملګري په توګه پاتې شي.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا د بریټانیا له مرستو د مننې ترڅنګ وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې لومړۍ کرښه کې دي، د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره مبارزه کوي.
بریتانیا د ترهګرۍ پرضد د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې او ډاډ يې ښودلی چې له افغان حکومت او ځواکونو به مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments