بریا مو په یووالې کې ده!

comments 0

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا
درنو او پتمنو هېوادوالو، پدې وروستیو شپو ورځو کې ګران هېواد له سختو کړکچونو حالاتو څخه تیریږي، ولس مو هره ورځ د دښمن له نوي ګواښونو سره مخ دی، ورځ تر بله ورځ نا امني زیاتیږي دښمن خپلو جنایاتو او افغان وژنې ته شدت ورکړی، ګران هېوادوال مو ډاډمن ژوند نه لري هره خوا وېره او وحشت خپور دی.
تنکي ماشومان مو خپلو زده کړو او ښوونځیو ته د تګ راتګ پر مهال له ډاډمنی فضا څخه برخمن نه دي، سپین ږیزي، مشران او ځوانان مو جوماتونو او تکیه خانو ته د عبادت په موخه تلو کې زړه نا زړه وي او همدا راز دولتي کارمندان او د ولس عام وګړي مو خپلو دندو ته په تلو راتلو کې ځانونه خوندي نه محسوسوي.
زمونږ د خاورې او ولس قسم خوړلو او بیرحمه دښمنانو یوازنې موخه همدا ده چې د افغانانو په منځ کې وېره او وحشت خپور کړي، خلک مو ووژني، کلی او ښارونه مو په کنډوالو بدل کړي، د خپلو ناوړو موخو د لاسته راوړنې لپاره زمونږ ورونه قومونه سره خپلو کې په بیلابیلو نومونو وجنګوي، سمتي، قومي، ژبني او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.
دا چې ځیني ډلي او کړۍ د پردیو په لمسون تل په دې لټه کې ده چې څه ډول زمونږ هیوادوال له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي او یا هم قومي او مذهبی تاوتریخوالې ته لمن ووهي، نو په کارده چې زمونږ سیاسیون، قومي مشران، علمائی کرام، چارواکي، مدني ټولنې، مخور او ځوانان باید ټول سره خپلو کې یو موټی شي او خپلمنځې شخړې او اختلافاتو ته د پای ټکې کېږي، د هېواد او ولس ملی ګټې ترخپلو شخصي او ګوندي ګټو لوړي وګڼي، افغاني ارزښتونو او ګټو ته ژمن پاتي شي، ملي یووالي ته په ګډه جدي کار وکړي او پدې حساس پړاو کې پرې نږدي چې دښمن مو منځ کې لار پیدا کړي او پدې ډول ځانونه خپلو شومو موخو ته ورسوي.
د ګران هېواد روانو حالاتو ته په کتو سره ویلو شو چې تر پخوا مو اوس یووالې ډېر اړین دی تر څو ټول یو موټې او دښمن ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړو او پرېنږدو چې زموږ ورونه قومونه او واحد ملت مو سره جدا او پخپلو کې وجنګوي.
اوس هغه وخت رارسیدلې چې ولس مو د دښمن هر ډول دسیسو پر وړاندې ویښ او هوښيار اوسي او پرې نږدي چې قسم خوړلي دښمنان مو نور زموږ د بیوزله او مظلوم ولس سپیڅلې وینې په نا حقه توي کړي .
وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ
لیکوال: ملکزاده

Comments

Leave a Reply