برکې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

comments 0

هندوکش – بغلان: د بغلان برکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په هوايي برید کې ووژل شو.
د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بورکې لپاره د طالبانو دغه نومول شوی ولسوال مولوي سیف الدین مشهور په حذیفه د افغان هوايي ځواکونو برید کې له خپلو څوارلس کسانو سره وژل شوی دی.
د سرچېنې په لیکنه په برید کې دیارلس نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه ددغه خبر پخلی نه دی کړی.
نجیبه سروري

Comments