برکي برک کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت مقام وايي، له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لوګر ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د برکي برک ولسوالۍ په ثریک کلا سیمه کې طالبان له پولیسو سره مخامخ شوي چې له یو ساعته نښتې وروسته پکې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په وژل شو کې یو تن یی قاری فخرالدین په حقیار مشهور ولد محمد یاسین هم شامل دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې نښته کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply