برښنایي حکومتولۍ پرانیسته وشوه

comments 0

هندوکش – کابل: لومړي ځل لپاره مخابراتو وزارت کې د برښنایي حکومتوالۍ مرکز پرانستل شو.
د دې پروسې په تړاو له کلونو راهیسې خبرې کیدلی ،خو تر اوسه عملي ګام نه و اخیستل شوي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي وایې، دا سیستم به د اوس لپاره د برښنایي پيژند پاڼو پاسپورټ او د موټر چلونې جواز ویش برخو کې عملي شي.
د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وایې، حکومت هڅه کوي چې د برښنایي حکومتوالۍ په پیاوړتیا سره د فساد مخنیوي ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو بهیر چټک کړي.
چارواکي باور لري چې په دې سیستم سره به کارونه چټک او د فساد مخه به ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments