برمک: د صدارت د څلور لارې څلور لاملین نيول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزیر د امنيتي ادارو له مسولینو سره په خبري ناسته کې وويل چې پر صدارت څلور لارې د شوي وحشت څلور عاملین او تسهيل کونکي نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

ويس احمد برمک د خپلو خبرو په لړ کې وويل چې پولیس د تنفيذ د قانون پر ځای د ترهګرو پر ضد تل قربانۍ ورکوی او اړتيا ده چې ولس يي هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي د استعفا په اړه د يو تن خبريال  د پوښتنې په ځواب کې وويل:«له ملته په هره برخه کې بښنه ځکه غواړو چې د ملت يوه برخه يو او احساسات مو ورسره شريک دي، هر هغه څوک چې په ورته پيښو کې قرباني کيږي زموږ پلرونه او وروڼه دي، نن ټول ملت ويرجن دی، خو نظر مې دادی چې ژورناليستان او وطنوال باید پوی شي چې موږ ملي يو والي او له ملي ځواکونو ملاتړ ته اړتيا لرو او هر وګړی باید پوليس شي، دلته دښمن راغلی غواړي دا وطن ټوټه کړي، ځينې مزدوران هم شته دي، غواړي تباني وکړي، دښمن سره مرسته وکړي د دوی د نیولو په هڅه کې هم يو ځينې يي نيول شوي دي، دوی په تیر کې اړيکې درلودې، ستاسو امنیتي ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي ډير کسان نيول شوي دي څيړنې ترې لاندې دي.»

نوموړي زیاته کړه:«ترهګر اخيستل کيږي او پلورل کيږی، د ډيرو کورنۍ برمته شوي دي، دا استخباراتي مسايل دي هغه چې په رسنیو کې بې باکانه خبرې کوي دوی دښمن ته تبليغات کوي، امنیتی ځواکونه ددې خاورې مالکين دي، د پوليسو قربانيان وګورئ پنځه پولیس په پرونۍ پيښه کې دستي قرباني کيږي، دښمن دی چې کله ويني ګير کيږي دستي ځان وژني، په لب جر کې پولیسو ځانمرګي ته غيږ ورکړه څو نور خلک قرباني نشي خو شپږ پولیس شهيدان شول، تیر کال په همدې سیمه کې بله خونړۍ پيښه کيده چې پولیسو يي مخه ونيوله. ملي امنيت لسګونو تنونيولی دي، پولیسو خپلې هڅې کړي دي، ماينونه چسپکي نيول کيږي، په څرخي پله کې په دروازه کې د چاودنې نيت وو چې ګير شول.»

برمک وويل چې د امبولانس پر مټ په شوي وحشت کې ۱۰۳ تنه ټول ټال شهيدان شوي دي چې ډيری يي ملکي وګړي، د ناروغانو پایوازان او د ناروغانو پوښتنې ته راغلی ملکي وګړي او هټۍ وال وو.

نوموړي وویل چې بریدګر تر پيژندګلوي وروسته پولیسو درولی وو خو ده چې د تیریدو هڅه يي کړې وه او اجازه نه ده ورکول شوې په دې ځای کې يي چاودنه کړې.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د احساساتي خبرو پر ځای باید له خپلو ملي امنيتی ځواکونو ملاتړ وکړي څو په ګډه د ترهګرو د شومو موخو مخنیوی وشي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply