برمل کې ۹ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پوځ مسوولین وایي، د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال تر اوسه نهه طالبان وژل شوي، او دری ټپیان دي.
د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان محمد ایوب میرویس وایي، دغه عملیات له تېرو څلورو ورځو راهیسي ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې پیل شوي دي.
د یادولو ده، چې افغان حکومت سره یو ځای پاکستان حکومت هم د ډیورنډ کرښې پورې غاړي ته عملیات پیل کړي دي.
افغان ځواکونو دا عملیات ډيورنډ کرښې ته څېرمه پيل کړي چې له پاکستان څخه د طالبانو د اکمالاتو مخه ونیسي.
طالبان زیات اکمالات له ډيورنډ هاغاړې کوي او بیا یې دلته خپلو ډلو ته ویشي.
عمران احمدزې

Comments