برمل کې ۲۰ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: دفاع وزارت د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د طالبانو د اوه سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون د شلو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې پنځلس نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
سرچېنې د عملیاتو څرنګوالی نه دی ښودلی او نه یې هم خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه کړې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments