برمل کې د طالبانو بریدونه ناکام شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید په شاوتمبول شو.
د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب میرویس وایې، سلګونو طالبانو تیره شپه له ۱۲ بجو د سهار تر ۳:۳۰ بجو د ولسوالۍ په مرکز کې د ملی اردو او پولیسو پر پوستو ډلییز برید وکړ.
دی وایې، دولتي سرتېرو د طالبانو برید په شاه تمبولی او په جګړه کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي چې جسدونه یی د جګړې په ډګر کې پاته دي
د ډګرمن ایوب په خبره، یاد وسله وال د حقاني شبکې اړوند دي چې پاکستاني اتباع هم په کې شامل دي.
هغه وایي، جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
عمران احمدزې

Comments