برلین کې د کډوالو په ملاتړ لاریون شوی

comments 0

هندوکش – جرمني: د جرمني په پلازمینه برلین کې شاوخوا ۸۰۰ کسانو د کډوالو په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکي له هغو کډوالو ملاتړ اعلان کړ چې غواړي اروپا ته واوړي.
لاریون کوونکو شعارونه لیږدول چې تصور کړئ په دغه کښتۍ کې ستاسې کورنۍ ناسته ده.
هغوی د اروپايي پولو له مسوولینو وغوښتل چې د کډوالو پرمخ دې لارې نه تړي.
لاریون کوونکو په مدیترانه سمندرګي کې هره ورځ د سلګونه کډوالو د ډوبیدو پر ضد هم شعارونه ورکړل.
په ورته وخت کې اتریش د کډوالو لپاره د پناه ورکولو اوږد لست چمتو کړی دی.
محمد وحید امان

Comments